پکتیکا؛ د مرکز ښرنې په فوټبال لوبغالي کې د ۱۵ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۸:۵۰
پکتیکا؛ د مرکز ښرنې په فوټبال لوبغالي کې د ۱۵ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز، ولسوالیو، غزني او پکتیا ولایتونو د ۱۵ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د ۱۱ ستورو او ښرنې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ښرنې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه یي موادو سره مبارزه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS