کونړ؛ په مرکز اسعد اباد ښار کې د واليبال ټورنمنټ د خاص کونړ ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۰:۵۷
کونړ؛ په مرکز اسعد اباد ښار کې د واليبال ټورنمنټ د خاص کونړ ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد

د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کرهالي کې د واليبال ټورنمنټ، چې څو ورځې وړاندې د دې ولايت د ورزش امريت او افغان خصوصي ښوونځي په ګډه همکارۍ د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شوی و د خاص کونړ ولسوالۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.

د دې ټورنمنټ پايلوبې ته د کرهالي او خاص کونړ لوبډلو لارپیداکړه، چې د خاص کونړ لوبډلې د کرهالي لوبډلې ته د ٣-٠ ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ اتلولي يې خپله کړه.

په پای کې د خاص کونړ لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او د کرهالې لوبډلې ته د دوهم مقام کپ ډالۍ شو.

همداراز په دې ټورنمنټ کې غوره لوبغاړو ته د ورزش امريت او افغان خصوصي ښوونځي د ادارې له لوري ورزشي ډالۍ او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS