ميدان وردګ؛ په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۹:۵۳
ميدان وردګ؛ په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د میدان وردګ د بدني روزنې او سپورت آمریت او سیدآباد والسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږي د شیخ آباد په زرني کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال درې ورځنۍ دوستانه سیالۍ د روح الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سياليو پایلوبه د روح الله او هاشم خیلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۳-۱ ميدانونو په توپیر سره روح الله لوبډلې وګټله.

په پای کې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو بایسکېل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آقچه سولر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسیدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۵۳
Background image

خوست کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فتنس ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند ۱۲۰۰ فامیلیو سیمه کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۴۹
Background image

خوست؛ په مرکز متون ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز متون اړوند لکڼو سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د جمال سوله ييز جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS