د کندز ولایت په ورزشي لوبغالي کې کورش سیالۍ ترسره شوه
د کندز ولایت د ورزش ریاست په همغږۍ د کورش فدراسیون له لوري د دې ولایت په کچه د ۵۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش یا رستمي غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
په کندز کې هره اوونۍ خلکو ته د سالمي تفریح په موخه د کورش سیالۍ ترسره کیږي چې په زرګونو خلک یې لیدو ته راځي.
د یادولو ده چې د یادو سیالیو پرمهال د جمناسټیک لوبغاړو له لوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې.
