ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د «کامې اتلانو» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ بیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۰:۲۶
ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د «کامې اتلانو» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ بیل شوې

د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري په کامې ولسوالۍ کې له نظام څخه د ملاتړ او یووالي په موخه د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د کامې زلمي او کامې سوپرکینګ لوبډلې سره مخ شوې، چې د کامې سوپرکینګ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۶۴منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د کامې زلمي لوبډلې ورکړل شوی هدف په پنځم اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

یادې سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي چې ګټونکې لوبډلې ته به یو عراده موټرسایکل هم په جایزه کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۷
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ وشوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۱
Background image

پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د مس رېسلېنګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۵۷ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا مس رېسلېنګ سیالۍ ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې نيازالله په ۹۰ کيلو. . .

BACK TO NEWS