زابل؛ په شاه جوی ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ د شاه حسن خېلو سیمې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۰ لوبډلو پکې ګډون کړی و د شاه جوی لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
دغه سیالۍ چې لس ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې شاه حسن خېلو او شاه جوی لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه شاه جوی لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۶ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته شاه حسن خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې او په لسو مڼدو یې سیالې لوبډلې ته لوبه وبایلله.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي امریت د مسوولینو له لوري ورزشي توکي ورکړل شول.
