ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ په هندرانو لوبغالي کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د هندرانو ځوانانو او ډوانو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړۍ توپوهنه ډوانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په زیان ۸۹ منډې هدف کېښود، بل لوري ته هندرانو لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اوره کې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د لیګ په شکل ترسره کېږي او ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
