پکتیکا؛ د یحی خېلو ولسوالۍ د شمس المدارس مدرسې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او یحی خېلو ولسوالۍ د شمس المدارس مدرسې د ادارې له لوري د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي د شمس المدارس عمریه مدرسې د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې اته ورځې یې دوام وکړ، پایلوبې ته یې د خیرکوټ ولسوالۍ د نقیب الله او شمس المدارس عمریه لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې شمس المدارس لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وی، چې د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته د یادې مدرسې د ادارې له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
