هرات؛ د شپږ ولایتونو ترمنځ د ویلچرباسکټبال سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په هرات کې د شپږ ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، بدخشان او میمنې ښار د ویلچرباسکټبال د شپږ لوبډلو ترمنځ سیالۍ چې ویلچرباسکټبال ملي فدراسیون او د سور صلیب بین المللي کمېټې( NOVE Onlus, caring humans) په تخنیکي او مالي ملاتړ پیل شوې وې د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د کابل او بلخ ولایتونو لوبډلې سره ولوبېدلې چې د کابل لوبډلې د ۴۲-۳۰ پایلې سره خپل سیال ته ماتې ورکړه.
په پای کې کابل لومړی، بلخ دویم، او د هرات ولایت منتخبې لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.