هلمند؛ مارجې بلاک ۹ الف لوبډلې د ولسوالیو او ښار ترمنځ د والیبال حذفي سیالیو اتلولي وګټله
د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه ښار په مرکزي والیبال لوبغالي کې د ۱۳لوبډلو ترمنځ د والسوالیو او ښار ترمنځ په نوم د والیبال ناک اوټ سیالۍ د مارجې بلاک الف لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې دیارلس ورځې وړاندې د خپلواکۍ دویمې کلیزي په ویاړ پیل شوې وې پایلوبې ته یې د مارجه بلاک۹ الف او ورزش امریت لوبډلو لار وموندله، د دې دواړو لوبډلو لوبه د ۳-۱ پایلې سره مارجه بلاک۹ الف لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
پدې سیالیو کې د مرکزلښکرګاه ښار، مارجه، ګرمسیر او ګرشک والسوالیو ۱۳ لوبډلو برخه لرله.
په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
