په خوست کې «زما ښار غوره جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۰:۲۱
په خوست کې «زما ښار غوره جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د خوست ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د خوست ښار اوو ناحیو اوو لوبډلو ترمنځ «زما ښار غوره جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې د غوره ښاري فرهنګ او ښاري ارزښتونو په موخه پیل شوې په پیل کې دوې لوبې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې د اوومې ناحیې لوبډلې د ۴-۰ ګولونو په توپیر د ښپږمې ناحیې لوبډلې ته ماتې ورکړه او همداراز په دویمه لوبه کې بیا د پنځمې ناحیې لوبډلې د ۲-۱ ګولونو په توپیر د دویمې ناحیې لوبډله له مخې لري کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS