هلمند؛ په مرکز لښکرګاه د «ځوانانو یوځای کېدو» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په محمدایوب خان کرکټ لوبغالي کې د «د ځوانانو یو ځای کېدو» په نوم د مرکز او ولسوالیو ۳۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
په دغو ۱۲ اوریزو سیالیو کې چې ۳۵ ورځې به دوام وکړي په څلور ګروپونو کې ترتیب شوي، چې هره لوبډله به پکې اووه سیالۍ ترسره کړي.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د نادعلي ستورو او عابد زلمو لوبډلو ترمنځ وشوه د لوبې پچه نادعلي ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېګړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو یې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲منډېې هدف ورکړ.
په مقابل کې د عابدزلمو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰منډې وکړې او لوبه یې د ۷۲منډو په توپیر بایلوده.
د نادعلي ستورو لوبډلې لوبغاړي دروېش رسولي د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادو سیالو موخه د زون په کچه د ټېپ بال منتخبې لوبډلې جوړول دي.
