ننګرهار؛ په پیچراګام ولسوالۍ کې د ټېپ بال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۹:۵۰
ننګرهار؛ په پیچراګام ولسوالۍ کې د ټېپ بال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د پچیراګام ولسوالۍ په هارون بابا کڼدو لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د پچیر پښتون زلمیو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته پچیر پښتون زلمیو او پچیر خالد شیدا لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه پیچر پښتون لوبډلې وکړه او ټاکلو لسو اورنو کې سیالې لوبډلې ته ۱۰۹ منډې هدف کېښو، بل لوري ته پچیر خالد لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۰۷ منډې وکړې او په دوو منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې دغو سیالیو ۱۲ ورځې دوام وکړ نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې د المپیکي سیالیو نیمه پایلوبه پرتګال ته بایلوده

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو نیمه پایلوبه پرتګال ته د ٢ - صفر ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د برونزو مډال پر سر د دویمې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۳۱
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS