زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۵ ږورزشکارانو ترمنځ ړ پاورلفټینګ سیالۍ وشوې
د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د بدني روزنې او ورزش امریت او د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د زابل دځوانانو د کلب د ۲۵ورزشکارانو ترمنځ د پاوز لیفټینګ سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ چې په څلورو کټګوریو (نوي ځوانانو، ځوانانو، لویانو اوپیشکسوتانو) کې ترسره شوې، موخه یې د پاورلیفټینګ ورزش وده او د ځوانانو هڅول و.
د دې سیالیو په پايله کې د ځوانانو په ګټګورۍ کې احمد ضیأ د ۲۳۰ Kg وزن په پورته کولو سره لومړی ، دځوانانو په کټګورۍ کې د ۲۱۰ Kg وزن په پورته کولو سره خوشحال''رؤفي" لومړی، دلویانو په کټګورۍ کې بلال احمد"ذهین'' د ۲۱۰Kgوزن په پورته کولو سره لومړی او د پیشکسوتانو په کټګورۍ کې حاجي اسرار احمد د ۱۶۰Kg وزن په پورته کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
