په اسيايي المپيکي سياليو کې افغان ووشو کار محمد خالد هوتک خپل قزاقستانی سيال مات او رګبي لوبډلې نيپال ته ماتې ورکړه
په اسيايي المپيکي سياليو کې نن يکشنبه له افغانستان څخه د تلليو ورزشکارانو له ډلې د ووشو، رګبي او جودو لوبغاړو سيالۍ ترسره کړې.
افغان ووشو کار محمد خالد هوتک په ۷۰ کيلو وزن کې خپل قزاقستانی سيال مات کړ او په دې سره يې راتلونکې سيالي ته لار ومندله، چې بله سيالي به له هندي لوبغاړي سره ترسره کړي. بل پلو محمد کريم فقيري په ۵۶ وزن کې له اندونيزيايي سيال څخه ماتې وخوړه.
د افغان ووشو ملي لوبډلې دوه تنه نور ورزشکاران محمد رسول په ۶۵ کيلو وزن کې له کوريا او نصرت حبيبي په ۷۵ کيلو وزن کې له ټايلنډ هيواد سره سبا سيالۍ ترسره کوي.
د يادو سياليو په لړ کې افغان رګبي ملي لوبډلې هم نن نيپال هيواد ته د ۴۱/صفر ګولونو په ستر توپير ماتې ورکړه؛ خو چين او اماراتو ته يې لوبې وبايللې.
د نن ورځې د سياليو په لړ کې يوه تن افغان جودو کار سيد کمال الدين ديوبند په ۶۰ کيلو وزن کې خپل قزاقستاني سيال ته لوبه بايلوده، بايد يادونه وکړو، چې ياده سيالي له دونيمو دقيقو وروسته د داور د فيصلې له مخې د قزاقستاني سيال په ګټه اعلان شوه، بې له دې چې نمرې واخلي.
