د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې
د بغلان ولایت د ورزش امریت په مرسته د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت د خوست ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د ډنډ غوري، مرکزي حوزه خوزې، چرخ فلک، فرغانبل، فرنګ او ګرم ابه لوبډلې برخه لري.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ډنډ غوري او فرنګ لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د ۳-۱ میدانونو پایلې سره د فرنګ لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو موخه د والیبال ورزش وده او د ځوانانو ترمنځ د سالمې تفریح برابرول دي.
