پکتیا؛ په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت احمد خېلو ولسوالۍ په سکندر خېلو کلي کې د همدې سیمي د ورزشي کمېټې په مالي لګښت د یووالي په نوم د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د کوټکی سټار او متوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کوټکي سټار لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د یاونې وړ ده چې یادې سیالۍ د ورزشکارانو د یووالي په موخه ترتیب شوې او یوه میاشت به دوام وکړي.
