____________په کابل کې د شمالي زون په کچه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۹:۱۱
____________په کابل کې د شمالي زون په کچه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند کیک بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د شمالي زون په کچه د ا.ا.ا خپلواکۍ د دویمې کالیزې په مناسبت د کیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او کیک بوکسنګ ملي فدراسیون مسوولینو، روزنکو، لوبڅارانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د څلورو کټګوریو (تنګو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) ترمنځ د یوې ورځې لپاره ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې په پای کې به د ورزشي مسوولیونو له لوري غوره وزشکارانو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شي.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د کابل د شمالي زون په کچه د کیک بوکسنګ لوبډلې لپاره د غوره ورزشکارانو موندل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS