پارا المپیک اسیایي سیالۍ؛ په پاورلېفټنګ کې افغان ورزشکار هندي او عربستاني سیال ته ماتې ورکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۲۳
پارا المپیک اسیایي سیالۍ؛ په پاورلېفټنګ کې افغان ورزشکار هندي او عربستاني سیال ته ماتې ورکړه

د پراالمپیک په اسیایي المپیکي سیالیو کې، چې د چین هیواد په هانګژو ښار کې ترسره کیږي، نن چهارشنبه دوو افغان ورزشکارانو په پاور لېفټنګ او تکواندو کې سیالۍ ترسره کړې.

د وزن برداري په برخه کې فهیم رحیمي خپل هندوستاني او د سعودي عربستان سیال ته ماتې ورکړه او تر ۱۴۶ کیلو پورې یې وزن اوچت کړ. رحیمي وتوانېدو، چې په یوولس هیوادونو کې نهم مقام ترلاسه کړي.

همدارنګه په نوموړیو سیالیو کې یوه بل افغان تکواندوکار شفا جان حقبین په ۹۰ کیلو وزن کې د بحرین هیواد له سیال څخه د ۲۰/۱۵ نمرو په توپیر ماتې وخوړله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS