غور؛ په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه لیګ سیالۍ پيل شوې
د غور ولایت د ورزش امریت او فوټبال فدراسیون په ګډې همغږۍ د دې ولایت د پسابند ولسوالۍ په مرکز کې د بېلابېلو کلیو او شاوخوا سیمو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه لیګ سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې شاهین، جونان نوګله، استقلال، نورک، امنیه قومنداني، جبیر، نوجونانو شورابک، ابک، اتحاد، سنګان، قلندرخان او رهنو لوبډلې سره لوبیږي.
د يادو سیالیو د په لومړۍ لوبه کې د شاهین او جونان شورابک لوبډلې سره ولوبېدلې، چې د شاهین لوبډلې د ۴-۰ ګولونو پایلې سره جونان شورابک لوبډلې ته ماتې ورکړه او د میدان ګټونګې شوه.
د یادو سیالیو موخه په پساند ولسوالۍ کې د ورزش وده، پراختیا او له نشه یې توکو څخه د ځوانانو راګرځول دي.
