په پکتیا کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ د احمد ابا لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز ګردېز اړوند منګل اباد سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي احمد ابا لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیاليو پایلوبه د بالادې او احمد ابا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې احمد ابا لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې دغو سیالیو ۲۴ ورځې دوام وکړ او موخه یې د فوټبال لوبې وده وه.
