ميدان وردګ؛ په بهسود اوله برخه ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او بهسود اولې برخې ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په فراخ علوم سيمه کې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کلینیک فراخلم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو د پایلوبې په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د کلینیک فراخلم او ګردن دیوار لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې فراخلم لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
