کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، وزلوبې فدراسیون او امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همکارۍ د امام صاحب ولسوالۍ د وزلوبې په لوبغالي کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې شفیق الله پهلوان د لوبې اخرلاق تر ټاکلې دایرې ورساوه او بریا یې خپله کړه، چې په پایله کې د ګډونوالو له لوري په نقدي ډالۍ ونازول شو.
یادې سیالۍ د حاجي عبدالقادر ترکمن په مالي لګښت ترسره شوې.
