په غزني ولایت کې د ۱۴۰ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې منتخبې سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۶:۵۱
په غزني ولایت کې د ۱۴۰ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې منتخبې سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د سوک وهنې فدراسیون له لوري د غزني ولایت د سوک وهنې د ټولو کلبونو د کوچنیانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو سني کټګوریو د ۱۴۰ وزرشکارانو ترمنځ د ورزش امریت په جمنازیوم کې د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پیل شوې.

په دې پروګرام کې د غزني د ورزش امر حاجي بلال، د فدراسیون مسوولینو، ورزشکارانو، روزونکو او د دې رشتې مینه والو شتون درلود.

د دې سیالیو موخه په غزني ولایت کې د سوک وهنې منتخبې لوبډلې د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د یادولو ده چې د سیالیو په پای کې به په بېلابېلو سني کټګوریو کې ۳۵تنه ورزشکاران د غزني د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۴
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

کابل کې د څلورو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د WT تکواندو ازادې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له څلورو. . .

BACK TO NEWS