ننګرهار؛ د کم عمره ځوانانو ترمنځ د پهلواني ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او پهلواني فدراسیون په همغږۍ د ١٤ او ١٥ کلنو کم عمره ځوانانو په لسو وزنونو کې د ٦٥ جوړو ترمنځ د پهلواني منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې په هر وزن کې څلور تنه چې ټول ٤٠ تنه ورزشکاران کيږي د ننګرهار ولايت د تنکيو ځوانانو د پهلواني منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
دغو سياليو، چې دوه ورځې يې دوام وکړ موخه يې د ورزشکارانو تشویق، د نظام او لاسته راوړنو او د تنکيو ځوانانو په برخه کې د پهلواني منتخبې لوبډلې ټاکل دي.
په پاى کې ګتونکو ورزشکارانو ته تقدير نامې او مډالونه ورکړل شول.
