د افغانستان د اشي هارا کاراتې څوارلس کسيز ټيم چې ټول يې روزونکي دي جاپان ته د زده کړو لپاره جاپان ته لاړل.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۰:۲۳
د افغانستان د اشي هارا کاراتې څوارلس کسيز ټيم چې ټول يې روزونکي دي جاپان ته د زده کړو لپاره جاپان ته لاړل.

د افغانستان د اشي هارا کاراتې څوارلس کسيز ټيم چې ټول يې روزونکي دي جاپان ته د زده کړو لپاره جاپان ته لاړل.
د روزونکو د مخه ښې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش رياست مشر او المپيک مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي هم ګډون کړی و.
دا روزنيزه دوره د اګسټ په درېمه نېټه د جاپان په توياما ښار کې د درېو ورځو لپاره پېلېږي.
په دې روزنيز کورس کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ هېوادونو روزونکي ګډون لري.
د کاراتې فدراسیون د مالوماتو له مخې دا لومړی ځل دی چې افغان روزونکي په داسې يو مهم روزنيز سفر کې د نړيوال فدراسيون له لورې بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS