رزابل؛ په مرکز قلات ښار کې د فوتسال سيالۍ د استقلال لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د فوتسال کمېټې له لوري د روشن لوبډلې لګپه مالي ملاتړ په مرکز قلات ښار کې په دو ګروپونو کې د ٩ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سيالۍ د استقلال لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
دغو سياليو چې ٢٢ ورځې يې دوام وکړ په پايلوبه کې يې د استقلال لوبډلې د ٢-١ ګولونو پايلې سره د غزنويان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه په زابل کې د فوتسال لوبې ته وده ورکول دي.
په دغو سياليو کې عبدالرازق همراز د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
په پاى کې د ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړوته ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
