په غور ولایت کې د اوو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۲:۸
په غور ولایت کې د اوو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغوۍ د باسکټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

په دې سیالیو کې اینده سازان، چرخ فرقه، ستاره ها، رکورد، اریا، انتقام جویان او سرخ پوشان لوبډلو ګډون لري.

د یادو سیالیو د پیل په لوبه کې د چرخ فرقه لوبډلې له ۴۸- ۴۳ پایلې سره اینده سازان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په دې ولایت کې د باسکټبال د ورزش وده ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګې مجاهد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۳
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایله کې کاټلي مانده لوبډلې خپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۱۲
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سور ډاګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS