تخار؛ مرکز لوبډلې د والیبال د دوه ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۹:۳۶
تخار؛ مرکز لوبډلې د والیبال د دوه ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې دوې ورځې وړاندې پیل شوې، د تخار مرکزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د والیبال په یاد ټورنمېنټ کې د خواجه غار، دشت کلا، ینګي کلا، بهارک او مرکز لوبډلو ګډون درلود.

پایلوبې ته مرکز او د خواجه غار ولسوالۍ هزار باغ لوبډلو لاره وموندله، چې د ۳-۰ په توپیر د مرکز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

په کلیو او ولسوالیو کې د والیبال لوبې وده او پراختیا د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS