هلمند؛ په لښکر ګاه ښار کې د ټیپ بال سیالۍ د ګرمسیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي کې د تیرو لسو ورځو راهیسې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په ګروپی شکل د ټیپ بال کرکټ پیل شوې سیالۍ د ګرمسیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پایلوبې پچه ګربز لوبډلي وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې ګرمسیر لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وټاکه بلخوا بیا ګرمسیر لوبډلې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره هدف پوره کړ او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
ددې سیالیو موخه د ځوانانو پرمختګ او اتفاق رامنځته کول وه.
د لوبې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته جایزې، تحفې او ستاینلیکونه ورکړل شول.