هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۳۴
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د‌ بدني روزنې او ورزش امريت او ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ په همغږۍ د ځوانانو د پرمختګ او يووالي په نوم د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

يادې سيالې د مرکز لښکر ګاه په غازي محمد ايوب خان لوبغالي کې ترسره شوې، چې موخه يې د ياد ولايت د ځوانانو ترمنځ يووالی، پرمختګ او د تجربو شريکول وو.

د دغو سياليو پايلوبې ته ګربز او ګرمسېر لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه ګربز لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۸۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ګرمسېر لوبډلې ياد هدف د يوه لوبغاړي په زيان پوره کړ او په نهو ويکټو يې اتلولي خپله کړه.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبغاړو ته د مسوولينو له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS