په بادغېس کې د ملي او دوديزو لوبو سمينار او احصايوي ورکشاپ وړاندې شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۲۰
په بادغېس کې د ملي او دوديزو لوبو سمينار او احصايوي ورکشاپ وړاندې شو

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو امريت د مسوولينو له لوري په بادغيس ولايت کې د ملي اودوديزو لوبو سمينار او ورکشاپ وړاندې شو.

په‌ ياد سمينار کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي او دوديزو لوبو امريت مسوولينو، د نوموړي ولايت د ورزشي امريت کارمندانو، د ولسواليو د دوديزو لوبو دويمو واحدونو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

دغه سمينار او احصايوي ورکشاپ چې موخه يې د ملي او دوديزو لوبو د ظرفيت لوړونه ده، د نوموړي ولايت ۳۰ تنو لومړنيو او دويمو واحدونو ته وړاندې شو.

هېره دې نه وي چې د دغه سمينار او احصايوي ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د‌مسوولينو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS