هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه مرکزي لوبغالي کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي، چې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې، همت لوبډلې خپله کړه.
يادې سيالۍ په ناک اوټ شکل ترسره کېدې، چې په پايله کې همت لوبډلې خپلې سيالې (( نور سخي )) لوبډلې ته په يوه صفر ګول ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی ياد شوی دی.
