غور؛ په فیروز کوه کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰ مترو په واټن د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د ورزشي آمریت او د خفیفه اتلتیک فدراسیون د استازولۍ په همغږۍ په یاد ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰ مترو په واټن د ځغاستې سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې عبدالظاهر یوسفي لومړی، نور احمد دوهم او عبدالرؤف ګوجهر درېیم مقام ترلاسه کړ، چې په پای کې د غور ولایت د اتلتیک فدراسیون او ورزشي آمریت له لوري ورته کپ، مډال، ستاینلیکونه او ورزشي بوټونه ورکړل شول.
د دې لوبو موخه په غور کې د ځغاستې په برخه کې غوره لوبغاړو موندل یاد شوي دي.