کابل کې د رسنیو جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ، په کابل کې د رسنیو جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، ورزشي مشاور قاري حیات الله او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د لوبو ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:
«خبریالان د هیواد ترجمانان او مهم اشخاص دي، دا چې رسنۍ یو دروند مسؤولیت لري او د ټولنې واقعیتونه برسېره کوي؛ نو موږ هم علاقه لرو، چې له رسنیو سره نږدې اړیکې ولرو.»
همداراز ښاغلي وثیق د فوټبال فدراسیون له دغه نوښت څخه مننه وکړه او د رسنیو ورزش کارانو ته یې د ښو لاسته راوړنو د توفیق غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر له رسنیو څخه د لوبو د ژوندي خپرولو مننه وکړه او ویې ویل: «په تېرو دوه کالونو کې رسنۍ یوازیني بنسټونه دي، چې د ورزش په برخه کې لاسته راوړنې لري او د هېواد د ورزش کارانو لوبو او ویاړونو ته انعکاس ورکوي.»
ښاغلي کارګر زیاته کړه، چې له دغو سیالیو څخه د رسنیو د ورزش کارانو یوه منتخبه لوبډله جوړوي؛ ترڅو له هېواد څخه بهر د افغان رسنیو په استازولي د نورو هېوادونو د رسنیو له استازو سره لوبې وکړي.
په دغو مراسمو کې د خبریالانو په استازیتوب سید باقر کاظمي وویل، چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد په کچه د فوټسال ملي سیالۍ پیلېږي، چې په دغو سیالیو کې به یوه لوبډله د رسنیو له استازو څخه هم ګډون کوي.
په دغو سیالیو کې د فوټسال کمېټې، راه فردا تلویزیون، د ورزش ادارې د نشراتو ریاست، ملي تلویزیون، ځوانان راډیو، لمر تلویزیون، طلوع تلویزیون، مشعل تلویزیون، سلام وطندار راډیو، آرزو تلویزیون او یک تلویزیون لوبډلو ګډون کړی، چې لومړۍ لوبه یې د بدني روزنې او ورزش ریاست د نشراتو لوبډلې او سلام وطندار راډیو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د بدني روزنې او ورزش ادارې د نشراتو لوبډلې د سلام وطندار راډیو لوبډلې ته د ۷/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو موخه د هېواد د رسنیو ترمنځ یووالی او همغږي ښودل شوې ده.
