د افغانستان د وشو ملي لوبډله په پنځلسم پړاو نړيوالو سياليو کې دګډون لپاره سبا چين ته ځي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۹:۱۴
د افغانستان د وشو ملي لوبډله په پنځلسم پړاو نړيوالو سياليو کې دګډون لپاره سبا چين ته ځي

د افغانستان د وشو ملي لوبډله په پنځلسم پړاو نړيوالو سياليو کې دګډون لپاره سبا چين ته ځي. په دې لوبو کې د افغانستان څخه پنځه ورزشکاران برخه لري چې يو يې د مبارزې په برخه کې، يو د فورم اجرا برخه کې، دوه روزونکي او يو پلاوی دی. سيالۍ د چين په شانګهای کې د روانې زيږديزې مياشتې له اومې تر څلرويشتمې دوام کوي. د ويلو ده چې په لوبو کې د يوسل او اويا هېوادونو څخه لوبغاړي ګډون کوي. تلونکو لوبغاړو د بدني روزنې او ورزش د رياست له مالي مرستيال قاسم علي حميدي سره خدای پاماني وکړه او ښاغلي حميدي ورته د بري هيله وکړه. دغو لوبو ته د چمتوالي لپاره افغان لوبغاړو په ايران کې تمريناتي کمپ کې ګډون کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS