کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۹:۲۴
کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ او د واليبال فدراسيون د نمایندګي له لوري د خاص کونړ ولسوالۍ په کوزه عراضۍ سیمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې چې لس ورځې به دوام وکړي، د کونړ ولایت د لوبډلو ترڅنګ د ننګرهار ولایت لوبډلو هم ګډون کړی دی.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خاص کونړ منتخبې لوبډلې او خاص کونړ ب لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د کونړ منتخبې لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر وګټله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۴
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۰
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې میانمار ته ماته ورکړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې کوربه میانمار ته د ١ - ٤ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه. . .

BACK TO NEWS