زابل؛ شیخ مټي بابا لوبډلې د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د والیبال فدراسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د عمري جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د شیخ مټي بابا الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې شیخ مټي بابا الف، شیخ مټي بابا ب، هریرود او لب دریا لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د هریرود او شیخ مټي بابا الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شیخ مټي بابا الف لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر وګټله او د سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ورزشي لوازم ډالۍ ورکړل شول.
