کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د وزن پورته کولو روزنیز سمینارونه وړاندې شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۱۷
کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د وزن پورته کولو روزنیز سمینارونه وړاندې شول

د افغانستان د وزن پورته کولو ملي فدراسیون دوه کسیز پلاوي کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د وزن پورته کولو روزنیز سمینارونه وړاندې کړل.

په دغه سفر کې د وزن پورته کولو ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستیال میر عبدالغفور رسولي او مالي او اداري مرستیال محمد اکرم نادري لومړی کندهار، بیا هلمند او فراه ولایتونو ته سفر وکړ او د وزن پورته کولو برخې ورزشکارانو ته یې عملي او نظري سمینارونه وړاندې کړل.

همداراز یاد پلاوي په دغه سفر کې په هلمند کې د وزن پورته کولو فدراسیون نمایندګي پرانیسته او استاد علي احمد یې د دغه فدراسیون د نماینده په توګه وټاکه.

په پای کې د سمینار ټولو ګډونوالو ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت دوو غړو وحیدالله اکبري او عبدالقیوم څپاند د وزن پورته کولو د فدراسیون د نمایندګي له پرانیستلو مننه وکړه او دا یې د هلمند ولایت د ورزش آمریت لپاره یوه غوره لاسته راوړنه وبلله.

باید وویل شي، چې له دې مخکې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د وزن پورته کولو فدراسیون نماینده ګي موجودې وې، چې په دې سره یې ۱۳مې نمایندګي هم په فعالیت پیل وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS