کندز؛ په مرکز کې د ٧٠ تنو پهلوانانو ترمنځ دکورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شپږو ولسوالیو د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ د یاد ولایت سپین زر ورزشي لوبغالي کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
په دغو دوستانه سیالیو کې د کندز مرکز امام صاحب، علي آباد، خآن آباد، قلعه ذال، دښت ارچي او چهاردرې ولسوالیو نه کورشکارانو برخه اخیستې وه.
د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه ځوانانو تشویقول او د یوې سالمې تفریح بربرول ښودل شوي د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته جایزې او تحفې ورکړل شوې.