پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې ورزشي نندارې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۲:۵۶
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې ورزشي نندارې ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د یاد ولایت د فول رزم فدراسیون د نمایندګي له لوري په څمکنیو ولسوالۍ کې د مرکز ګردېز او نورو ولسوالیو ورزش کارانو له لوري په بېلابېلو برخو کې ورزشي نندارې ترسره شوې.

په دغو ورزشي نندارو کې په غاښونو د سیخانو کږول، په خوله باندې د موټر کش کول، پر بدن باندې د موټر تېرول او نور... شامل و، چې د لیدلو لپاره یې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي، د څمکنۍ ولسوالۍ مسؤولان، ورزش کاران او د ورزش سلګونه مینوال ورغلي و.

دغه نندارې خلکو ته د ورزش کارانو د جسمي قوت او د سختيو په وړاندې د مقاومت ښودلو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۹
Background image

خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې

خوست ولایت کې د هاکي ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ښاروالۍ ریاست په ملاتړ د اتو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ پیل شوې.

د دې سیالیو پیلیزه لوبه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۳۲
Background image

هوالباقي

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د بلخ ولایت د بدن ښکلا د لوبډلې لوبغاړي " محمد هارون سخي" په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې دي.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۷:۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS