پکتيکا؛ خالد وزير لوبډلې د مټا خان ولسوالۍ د واليبال ژمنۍ سياليو اتلولي وگټله
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تنکیو ځوانانو په نوم د واليبال سيالۍ د خالد وزير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې د ملایانو کلي، امان الله، خالد وزیر، احسان الله، عبدالحق، محمد نظیم، حکمت الله او میریاڼو کلي لوبډلو گډون کړی و، چې پايلوبه يې د خالد وزير او محمد نظيم لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۲/۱ میدانونو په توپير یې خالد وزير لوبډلې اتلولي په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅول و.
په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
