ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کنفتوا سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې د کنفتوا د لا پرمختګ او د ورزشکارانو د ښې هڅونې په موخه وړمه ورځ ددغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍکې د ۲۰ جوړو ترمنځ کنفتوا سیالۍ ترسره شوې.
په ننګرهار کې د شپږو کلبونو او ۲۰ جوړو ترمنځ د کنفتوا دا په زړه پورې سیالۍ داسې مهال ترسره کیږي، چې د دې ورزش د لا ښه پرمختګ په موخه په دې ولایت کې یو نوی کلب هم پرانیستل شو.
ددې سیالیو ننداې ته د بټي کوټ ولسوالۍ قومي مخور، ځوانان، ورزشکاران او د کنفتوا ورزش ومینوال ورغلي وو.
د یادو سیالیو په وروستیو کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه هم ورکړل شول.
