جوزجان؛ د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کیک بکسنګ دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د بېلا بېلو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کي وان کیک بکسنګ سبک دویم پړاو سیالۍ د شبرغان ښار اړوند د پهلوان زاده پارک بخدي ورزشي کلب کې پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو ته د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین، د یاد ولایت د بېلا بېلو فدراسیونونو نماینده ګیو مسوولین، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.
د دې سیالو د ترسره کېدو موخه د کي وان کیک بکسنګ ورزش ته وده ورکول او لوبغاړو ته مثبت فکر ورکول و. د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ کمربندونه، مډالونه او ډول ډول جایزې ورکول شوې.
