غزني؛ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګدول رعیت په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۵:۲۳
غزني؛ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګدول رعیت په بریا پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې امریت له لوري د ګدول رعیت اتحادیې په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ یوه میاشت وړاندې د فوټبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د ګدول رعیت لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دې لوبلړۍ پایلوبه د ګدول رعیت او برادران قریه قلاتي ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ګدول رعیت لوبډلې د ۳/۱ ددې لوبو اتله او برادران قریه قلاتي نایبه ګټونکي لوبډله اعلان شوه.

ددې لوبو د ترسره کولو موخه د کلیو د ځوانانو ترمنځ د خواخوږي او یووالي رامنځته کول ښودل شوی، چې په د لوبلړۍ په پای کې د غزني ولایت د ورزشي ادارې ل لوري ګټونکو لوبډلو ته مډالونه، کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS