هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۵ ځوانانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په امیربنلدآغا بازار کې د دغې ولسوالۍ د ورزش مدیریت په همغږۍ د ۱۵ تنو ځوانانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې درې تېږه اچوونکي سردارولي، حبیب الله او توریالی دویم پړاو ته ووتل، چې په پایله کې سردارولي خپل دواړه سیالان مات او د لومړي مقام ګټونکی شو. همداشان په دې سیالیو کې حبیب الله دویم او توریالي درېیم مقام وګاټه.
د سیاليو په پای کی لومړي او دویم مقام ګټونکو ځوانانو ته د ګرمسیر د ورزشي مدیریت له لوري جایزې هم ورکړل شوې.