دایکندي؛ د یووالي او خواخوږۍ جام فوټبال سیالۍ د لرګر خوشګ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د ورزش آمریت له لوري، د دغه ولایت د اشترلي ولسوالۍ په ده عروس سیمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي او خواخوږۍ جام فوټیال سیالۍ د لرګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ده عروس او لرګر خوشک لوبډلې سره مخ شوې، چې په پایله کې لرګرخوشک د ۵/۲ په توپیر د ده عروس لوبډله ماته او اتلولۍ یې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې دا سیالۍ د تېرو دوو ورځو راهیسې د فوټبال د ودې او د ځوانانو د هڅونې په موخه د دایکندي په اشترلي ولسوالۍ کې چمتو شوې وې.
