کابل؛ د ۷ لوبډلو ترمنځ باسکټبال (درې پر درې) سیالۍ د پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۲۳:۲۹
کابل؛ د ۷ لوبډلو ترمنځ باسکټبال (درې پر درې) سیالۍ د پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د همګاني آمریت او د باسکټبال ملي فدراسیون په همغږۍ د پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ د ساختماني پوهنځي په ګټه پای ته ورسېدې.

دا لوبې له تېرو څلورو ورځو روانې وې، چې په پایلوبه کې د ساختماني انجینري پوهنځی او د چاپیریال پوهنځی سره مخ شول، چې په پایله کې ساختماني پوهنځی لومړی او چاپیریال ساتنې پوهنځي دویم مقام خپل کړ.

ددې سیالیو په پای کې د باسکټبال فدراسیون له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او ورزشي سامونونه هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS