بامیان: یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو د فوټبال سیالۍ د مهاجرو شهرک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۰:۱
بامیان: یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو د فوټبال سیالۍ د مهاجرو شهرک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د یووالي او خواخوږۍ په نوم د نوي ځوانانو د فوټبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د مهاجرو شهرک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د مهاجرو شهرک او درخشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مهاجرو شهرک لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې فیض الله د زیاتو ګولونو وهونکی، حسن غوره ګول ساتونکی او نوید د سیالیو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ د نويو ځوانانو ترمنځ د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS