کابل؛ اُم البلاد او بُست لوبډلو د واليبال غوره ليگ درېيم پړاو سياليو پايلوبې ته لار ومونده

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۲۱:۳۲
کابل؛ اُم البلاد او بُست لوبډلو د واليبال غوره ليگ درېيم پړاو سياليو پايلوبې ته لار ومونده

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليگ درېيم پړاو سيالیو پایلوبې ته ام البلاد او بُست لوبډلو لار وموندله.

ام البلاد لوبډلې خپلې سيالې هندوکش لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير او بُست لوبډلې سپین غر هغې ته د صفر/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او وتوانېدل چې پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د يادونې وړ ده، چې سبا دوه بجې د ام البلاد او بُست لوبډلو تر منځ د یاد لیګ پایلوبه ترسره شي او د درېیم مقام لپاره به سبا یوولس بجې هندوکش او سپین غر لوبډلې سیالي وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS